اساسنامه ( تګلار)

دا څرګنده ده چې انسانان د خپلو فطري ځانګړنو له مخې ټولنيز ژوند کوي او د ټولنيزو اړیکو په درلودو
سره د خپل ژوند معيارونو ته لوړوالی او پرمختګ بښي او انسانان یو تر بله په مرستې کولو د خپل
ژوند ستونزې په ګډه حل کوي او د نېکو اړیکو په لرلو سره فرهنګ او ښه اخالق یو تر بله لېږدوي او په
ټوليزه توګه سمه او نېغه الر مومې او د پرمختګ، بریاليتوب او تکامل پر لور یون کوي.
موږ پوهېږو چې علمونه او فرهنګونه د نړۍ او کایناتو څخه د انسانانو ژوره پېژندنه ده یعنې انسانان پر
کایناتو واکمنې قاعدې او حاکم قوانين کشفوي، او له هماغو قوانينو څخه ګټه اخلي، خپل چاپېریال
او طبېعت د هاغه څه مطابق چې پخپله یې غواړي جوړوي. او دا ټول د انسانانو د همکارۍ او ګډ کار
محصول دی او دا ګډ کار او همکاري چې په پایله کې د علم، فرهنګ او تمدن د پيدایښت المل شوی
دی د دوو څيزونو معلول دی: یوه ژبه [خبرې او مکالمه] او بل قلم [ليکاڼی]

زموږ موخې

موږ د لاندې موخو د ترلاسه کولو لپاره کار کوو

د پښتو ژبې وده او د لغتونو د نیمګړتیاوو تشه ډکول

د پښتو ژبې په معیاري کولو کې د پښتنو ټولنو شاملول

د معياري پښتو ژبې کارولو ته وده ورکول

اوسنۍ پروژې

د پښتو ژبې د پرمختګ بهير

قاموس

د پښتني ټولنې په مرسته او هم غږۍ د پښتو قاموس وده او پراختيا

غږیز کتابونه

په پښتو د نشر شوو کتابونو غږيزه بڼه

پښتو زده کړه

د پښتو ژبې د زده کړې او ښوونې د ملاتړ لپاره نوښتونه

مونږ د خپلې پښتني ټولنې ملاتړ ته اړتيا لرو. که تاسو په هر ظرفيت کې په رضاکارانه توګه ونډه اخيستلې شۍ، مهرباني وکړۍ د دې لينک له لارې مونږ سره اړيکه ونيسۍ