اساسنامه

اساسنامه

سریزه:

دا څرګنده ده چې انسانان د خپلو فطري ځانګړنو له مخې ټولنيز ژوند کوي او د ټولنيزو اړیکو په درلودو سره د خپل ژوند معيارونو ته لوړوالی او پرمختګ بښي او انسانان یو تر بله په مرستې کولو د خپل ژوند ستونزې په ګډه حل کوي او د نېکو اړیکو په لرلو سره فرهنګ او ښه اخالق یو تر بله لېږدوي او په ټوليزه توګه سمه او نېغه الر مومې او د پرمختګ، بریاليتوب او تکامل پر لور یون کوي. موږ پوهېږو چې علمونه او فرهنګونه د نړۍ او کایناتو څخه د انسانانو ژوره پېژندنه ده یعنې انسانان پر کایناتو واکمنې قاعدې او حاکم قوانين کشفوي، او له هماغو قوانينو څخه ګټه اخلي، خپل چاپېریال او طبېعت د هاغه څه مطابق چې پخپله یې غواړي جوړوي. او دا ټول د انسانانو د همکارۍ او ګډ کار محصول دی او دا ګډ کار او همکاري چې په پایله کې د علم، فرهنګ او تمدن د پيدایښت المل شوی دی د دوو څيزونو معلول دی: یوه ژبه [خبرې او مکالمه] او بل قلم [ليکاڼی] انسان له بقا سره د مينې په انګېزه هڅه کړې له خپلو زده کړ و، پوهې او السته راوړنو لنډیز او خپلې تجربې په کوټلې توګه په هر حالت او هره بڼه چې توانېدلي ثبت کړي او وساتي. چې په پایله کې د خطونو تورو او نښو، وده او تکامل وکړ او ليکل آسان شول او د اند او تفکر او د تېر مهال د اړیکي الر له راتلونکي او له نورو هم مهالو سره پرانېستل شوه او اندونه د قلم د نوکي په توسه یو له بل سره وتړل شول. همدا آثار او ل يکنې دي چې د اند او پرمختګ الر د راتلونکو لپاره پرانيزې او انساني ټولنيز اند وده او تکامل کوي. چې په دې بهير کې د ټولنو د ودې او واټن په تناسب مختلفو ژبو په مختلفو پړاوونو او پوړونو کې وده او تکامل کړی دی او راز راز بڼې یې غوره کړي دي او ځينې خو په دې بهير کې تر منزل او پړاوه نا رسېدلې له منځه تللي دي. د ژبو په دې لړ کې د پښتو ژبه د تاریخ په اوږدو کې له ستونزو او ناسمو شرایطو سره سره د لوړو ژورو په لېدلو بېا هم خپل سر اوچت ساتلی، او د نورو ژبو سره د سيالۍ هلې ځلې کوي او د پښتو ژبې لرغونی شفاهي او لېکلی ادب تر پخوا ال زیات د څېړونکو د پاملرنې وړ دی، لکه څنګه چې پوهېږو په وروستيو پېړیو کې په ځانګړې توګه په دې وروستيو څو کلونو کې علم او پوهې په ډېره بيړه پرمختګ کړی چې څرګنده ده د ژب و وده او پرمختګ ورسره اړین دی، په دې وروستيو کې د پښتو ادب د پوهانو، ليکوالو او شاعرانو هڅې او کوښښونه ددغې ژبې د ودې او پرمختګ لپاره د ستایلو وړ دي او د همدوی د زیار او هڅو له برکته پښتو له نورو ژبو سره د سيالۍ جوګه ده . خو د ساینس او علومو د بيړه ناک یون او ورسره د اړوندو ژبو د پرمختګ په نظر کې نېولو سره زموږ ژبې ته تر پخوا ال زیات کار په کار دی او دا کار نور په شخصي او فردي توګه کافي نه دی اوس ددې وخت رسېدلی چې په دې اړه ټول خپاره واره او شيندلي ځواکونه متمرکز شي او ټول په ګډه، یو تر بله په الس ورکولو په هم غږي ډول دا ارزښتناک چار تر سره کړي او راتلونکو نسلونو ته په علمي اصول سمبال ژبني مفهومونه ولېږدوي. نو ځکه موږ وپتېله ددغه ارزښتناک چار سرته رسولو لپاره داسې یوه مرکزي صالحيّت لرونکې اداره او نظم رامنځته شي چې د فعاليت په نتيجه کې یې د پښتو ژبې په اړه ټول توليدات د یوه مرکزي توحيدي معيار له چاڼه تېر شي او وکولی شي د یوه خوځنده فعال مرکز په توګه د اوسني عصر له غوښتنو سره سم د پښتو ژبې د ټولو پوهانو، ادیبانو، ليکوالو، شاعرانو، پښتو ویونکو او په پای کې ټول پښتون ولس په ځانګړې توګه ځوانانو لپاره د استازي او مرجع په توګه کار وکړي او په پایله کې یې پښتو ژبه د علم او فرهنګ له ودې او تکامل سره اوږه په اوږه وده او تکامل وکړي.

ددې موخې د عملي کولو لپاره د »د پښتو ژبې د پرمختګ بهير« تر عنوان الندې راټولېږو چې تګالر یې په الندې ډول ده

لومړی څپرکی

عمومي احکام

لومړۍ ماده:

د پښتو ژبې د پرمختګ بهير [چې په دې اساسنامه کې د «بهير» په نامه یادېږي]

دوهمه ماده:

دا بهير یو علمي، فرهنګي ټولنيز ا ورګان دی چې په علمي او شورا یي بنسټونو د پښتو ژبې د ودې او پرم ختګ لپاره کار کوي.

درېمه ماده:

دا بهير، په بشپړه توګه غير سياسي، ناپېيلی او غير انتفاعي ټولنيز مسلکي جوړښت دی.

څلورمه ماده:

د بهير فعاليتونه ب ه د متبوعه هيوادونو له قوانينو سره ټکر نه کوي.

دوهم څپرکی

د بهير موخې، دندې او فعاليتونه

پنځمه ماده:

۱ ــ له مختلفو ژبو سره د پښتو ژب ې د تطبيقي قاموسونو رامنځته کول. ۲ ــ د ساینس او علومو له ودې او پرمختګ سره متناسب د مختلفو مضمونونو او مسلکونو اړوند د پښتو ژبې د شته لغتونو او مفهومونو انډولول او د اړتيا په حالت کې د نوو انډولونو رامنځته کول او رواجول. ۳ ــ د پښتو ژبې د شته لغتونو له زېرمې او د نوو رامنځته شوو لغتونو په اضافه دپښتو ژبې دستر قاموس رامنځته کول،او وخت په وخت یې تازه کول. ۴ ــ له مختلفو ژبو څخه د علمي، هنري، تاریخي او ... کتابونو په پښتو ژبې ژباړنه او د ژباړل شوو کتابونو معياري ارزونه. او له پښتو څخه نورو ژبو ته د پښتو کتابونو ژباړل. ۵ ــ په پښتو ژبه د ادبي لېکنو، داستانونو، لنډو کيسو، فيلمونو، ډرامو او ... د لېکلو تشویقول، او د شونتيا په حالت کې د فيلمونو او ډرامو توليدول. ۶ ــ د پښتو ګرامر [ژبښود، لېکدود، او لېک ښود] د ژبې د توحيدي معيار او همګونه کولو لپاره په هر اړخيزه توګه معياري کول. ۷ ــ د معياري پښتو په غږیزه بڼه د توکو پنځول چې د ټولو پښتنو او پښتو ویونکو او زده کوونکو لپاره یو شان د پوهې وړ وي ۸ ــ د ټولو موخو په عملي کولو کې د مرستندویه وسایلو په توګه د کار د آسانتيا او سرعت لپاره د ضرورت په نظر کې نېولو سره د وېب پاڼو او ایپونه رامنځته کول. او په ټوله کې په مختلفو برخو کې د ژبې د پراختيا او پرمختګ لپاره له ټېکنالوژي څخه ګټه اخېستل. ۹ ــ په مختلفو برخو کې د پښتو ژبې د پرمختګ په پار علمي او ادبي سيمينارونو دایرول.

درېم څپرکی

غړیتوب

شپږمه ماده:

هر هغه څوک چې پښتو ویونکی وي او له پښتو ژبې سره په یو شکل نه یو شکل مسلکي یا ادبي تړاو ولري او د پښتو ژبې ودې او پرمختګ ته ژمن وي او عمر یې ل ه ۱۸ کلونو څخه زیات وي ددې بهير غړیتوب تر السه کولی شي.

اومه ماده:

ددې بهير هر غړی په منظمه توګه د (حق العضویت) په ورکولو مکلف دی.

اتمه ماده:

د بهير هر غړی په مساوي توګه د ټولنې له ټولو اسانتياو او امکاناتو څخه برخمن کېدای شي.

نهمه ماده:

د بهير هر غړی د یوې رأی حق لري.

لسمه ماده:

اداري شورا کولی شي د متفقو رایو په پایله کې او د معقول دليل په وړاندې کولو د یو غړي غړیتوب معطل کړي خو له وروستنۍ فيصلې څخه مخکې نوموړی غړی ددې فيصلې په اړه د عالي شورا په وړاندې د دفاع حق لري.

څلورم څپرکی

تشکيالتې جوړښت

یوو لسمه ماده:

بهير په مسلکي ــ شورایي ډول اداره کېږي د بهير په تشکيالتو کې الندیني بنسټيز اورګانونه شامل دي. الف : عمومي شورا ب : عالي شورا ج: اداري شورا د: د ژبپوهانو او ادیبانو مسلکي شورا

الف : عمومي شورا

دولسمه ماده:

عمومي شورا ددې بهير تر ټولو لوړ اورګان دی چې د ټولو غړو له مجموعې څخه جوړېږي.

دیارلسمه ماده:

عمومي شورا د دوه ډوله جلسو لرونکې ده: الف: عادي جلسه ب: فوق العاده جلسه

څوارلسمه ماده:

د عمومي شورا عادي جلسه په کال کې یو ځل تشکيلېږي او د عالي شورا /۳ ۲ جمع د بهير د نيمایي عادي غړو جمع یو په حاضرېدلو رسميت پيدا کوي.

پنځلسمه ماده:

د عمومي شورا د عادي جلسې دندې په الندې ډول دي: الف: د اداري شورا په راپور غور او پرې پرېکړه کول. ب: د ټولنې د مالي صورتونو برسي او تصویب ج: د اداري او عالي شورا د غړو انتخاب او عزل د: د اړتيا په صورت کې د ټولنې د خط مشې ټاکل هـ : د ټولنې د ال پراختېا په اړه تصميم نېول. و : په تګالره ( اساسنامه) کې د ضرورت په صورت کې تغير او تبدیل

شپاړسمه ماده:

د عمومي شورا فوق العاده جلسه د ضرورت په صورت کې د اداري شورا په بلنه او وړاندیز د عالي شورا تر منظورۍ وروسته او یا د ټولنې د لږ تر لږه د نيمایي غړو په غوښتنه رابلل کېږي خو نصاب باید لږ تر لږه د غړو ۲/۳ شي نو رسميت پيدا کوي.

ب : عالي شورا:

اولسمه ماده:

د عالي شورا غړي عبارت دې له : اداراي شورا + د ژب پوهانو او ادیبانو مسلکي شورا + مسلکي او اداري مشاورین .

اتلسمه ماده:

د عالي شورا د غړو ټاکنه په هرو دریو کلونو کې یو ځل د عمومي شورا په کلنۍ غونډه کې سرته رسېږي.

نولسمه ماده:

د عالي شورا غونډه په عادې توګه په دریو مياشتو کې یو ځل دایرېږي.

شلمه ماده:

د عالي شورا غونډې ته د اداري شورا لخوا د عالي شورا ټول غړي رابلل کېږي. د عالي شورا غړو ته د منشي لخوا لږ تر لږه یوه اونۍ مخکې خبر ورکول کېږي.

یویشتمه ماده:

د عالي شورا د غونډې نصاب عبارت دی له ۲/۳ د اداري شورا غړي جمع ۱/۲ د مسلکي شورا غړي او مشاورین.

دوه ویشتمه ماده:

عال ي شورا مکلفيت لري چې د اداري شورا لخوا په چمتو شوي د بهير د چارو په درې مياشتيني راپور غور وکړ ي او همدا راز د دریو راتلونکو مياشتو لپاره ترتيب شوی پالن تصویب کړي.

ج: اداري شورا:

درویشتمه ماده:

د اداري شورا غړي او مشاورین په هر و دریو کلونو کې یو ځل د بهير د عمومي شورا په کلنۍ غونډه کې ټاکل کېږي

څلېرویشتمه ماده:

د اداري شورا د غړو شمېر سمدالسه ( ۱۳) تنه دي چې په راتلونکي کې د ضرورت په صورت کې د عمومي شورا په تصویب زیاتېدی یا کمېدای شي. د اداري شورا د مشاورینو شمېر ( ۵) تنه دی چې د ضرورت په صورت کې زېاتېدلی یا کمېدلی شي. د اداري شورا د ناستو د ګډونوالو شمېر ( +۱۳ ۵) دی او نصاب یې /۳ ۲ ( ۱۲تنه) دی

:پنځه ویشتمه ماده

د اداري ش ورا له غړو څخه یو تن د بهير د مشر په توګه ټاکل کېږي چې د بهير له مشرۍ سربېره د اداري شورا، عالي شورا، او عمومي شورا جلسې اداره کوي.

شپږویشتمه ماده:

د بهير مرستيال، عمومي منشي او داداري کميټو مسؤلين او مرستياالن هم د اداري شورا له غړو څخه ټاکل کېږي. د اوس لپاره په اداري شورا کې الندینۍ کميټې په نظر کې نېول شوې دي چې په راتلونکي کې د عمومي شورا تر منظورۍ وروسته زیاتېدی یا مدغم کېدای شي الف: اداري کمېټه. ب: مالي کميټه ج: د تبليغاتو او مارکېټنګ کمېټه د: د اړیکو او د سيمينارونو د تدویر کمېټه هـ: د ټيکنالوژي او ټيکنالوژیکي مالتړ د تازه کوونې کميټه

او ویشتمه ماده:

اداري شورا لږ تر لږه په مياشت کې یو ځل عادي غونډه کوي. عمومي منشي کولی شي د ضرورت په صورت کې د مسلکي شورا د انسجام مسئول او یا هم مسلکي کمېټې د ناظر په توګه د اداري شورا غون ډ ې ته را وبولي.

اته ویشتمه ماده:

د اداري شورا فوق العاده غونډه په هر وخت کې د یوې مشخصې موضوع لپاره د ټولنې د مشر یا د دریو غړو په توافقي وړاندیز راغوښتل کېږي.

نهه ویشتمه ماده:

که د بهير مشر په کومه غونډه کې حاضر نه وي د بهير مرستيال یا عمومي منشي په ترتيب د غونډو اداره کول په غاړه لري، که له دوی یو هم حاضر نه وو د غونډې اداره به د اداري شورا هغه غړي ته سپارل کېږي چې د بهير د مشر ل خوا دې کار لپاره نومول شوی وي .

دېرشمه ماده:

د اداري شورا یا مسلکي شورا هيڅ یو غړی نه شي کولی چې د بهير پورې اړوند امکانات په شخصي توګه استعمال کړي.

یو دېرشمه ماده:

د اداري شورا یا مسلکي شورا یو غړی هغه وخت د بهير په دفتر کې له کار کولو څخه معذور ګ ڼل کېږي چې: الف: که د ناروغۍ له المله د ورسپارل شوو دندو د اجراء وړتيا و نه لري ب : که په پرله پسې توګه د شورا په دریو ناستو [جلسو] کې پرته له کوم معقول عذر حاضر نه شي او عالي شورا د هغه د غړیتوب فسخ کول الزم وګڼي ج: اداري شورا ته د خپلې استعفا خبر ورکړي او استعفا یې د عالي شورا له خوا ومنل شي.

دوه دېرشمه ماده:

که د اداري یا مسلکي شورا د کوم غړي، غړیتوب فسخ شي د عالي شورا په درې مياشتينۍ غونډه کې به یې عوض د اړوندې شورا له مشاورینو څخه ټاکل کېږي.

دري دېرشمه ماده:

اداري شورا د بهير چلول – اداره او د مالي سيستم ترتيبول په غاړه لري.

څلوردېرشمه ماده:

عالي شورا ته د درې مياشتيني راپور ورکول او عمومي شورا ته د کلني راپور ورکول د اداري شورا له دندو څخه دي.

پنځه دېرشمه ماده:

اداري شورا وخت په وخت د خپلو چارو د ښه چلولو لپاره ځانګړې تګالرې جوړوي خو ددې تګ الرو هيڅ یوه ماده باید ددې اساسنامې سره په ټکر کې نه وي.

شپږدېرشمه ماده:

د ضرورت په صورت کې که ادارې شورا نورې کميټې تشکيلي کړي بېالبېلې څانګي مکلفيت لري چې اداري شورا ته راپور ورکړي، او اداري شورا نورو شوراګانو ته.

اوه دېرشمه ماده:

د بهير ټولې چارې به ددې اساسنامې مطابق په شورایي ډول عملي کېږي د بهير مشر د ټولو شوراګانو د سرپرستۍ دنده په غاړه لري، د بهير د چارو د تنظيم لپاره که د اداري شورا کوم غړی کومې مرجع ته معرفي کېږي د خپل کار راپور به اداري شورا ته وړاندې کوي.

د: د ژبپوهانو او ادیبانو مسلکي شورا

اته دېرشمه ماده:

د مسلکي شورا غړي او مشاورین په هرو دریو کلونو کې یو ځل د عمومي شورا په کلنۍ غونډه کې ټاکل کېږي.

نهه دېرشمه ماده:

د مسلکي شورا د غړو شمېر سمدالسه ( ۱۱ ) تنه او د مسلکي مشاورینو شمېر ( ۵) تنه دي چې په راتلونکي کې د ضرورت په صورت کې زیاتېدلی یا کمېدلی شي. چې د مسلکي شورا د غونډې د غړو شمېر ( ۱۱ + ۵ ) دی او نصاب یې ۲/۳ ( ۱۰ تنه ) دی. نوټ: مسلکي شورا کولی شي د کارونو د سمون لپاره پر ټاکل شوو مشاورینو سربېره افتخاري مشاورین وګ وماري.

څلوېښتمه ماده:

د مسلکي شورا له غړو څخه یو تن د انسجام د مسئول په توګه ټاکل کېږي چې د مسلکي شورا د کمېټو له انسجام سربيره، د مسلکي شورا جلسې اداره کوي. او سربيره پر دې د اداري شورا او د اړوندو کمېټو سره د اړیکو او تعامل زمينه برابروي.

یوڅلوېښتمه ماده:

د مسلکي کمېټو مشران او مرستياالن د مسلکي شورا له غړو ټاکل کېږي. سمدالسه د چارو د ښه انسجام لپاره الندینۍ مسلکي کمېټې په نظر کې نېول شوي دي، چې په راتلونکي کې د عمومي مجلس له منظورۍ وروسته زیاتېدی یا مدغم کېدی شي. الف: د پښتو ژبې لغتونو د څېړنې او نوو علمي لغتونو د انډولونو رامنځته کولو او قاموسونو د ترتيب او تطبيق کميټه ب: د کتابونو د تأليف او ژباړني کمېټه ج: د هنر او ادبياتو او د کوچنيانو د ادبياتو د تهيه او توليد کمېټه د: د پښتو ژبې د ګرامر [ژبښود، لېکدود او لېک ښود] او پښتو ژبې زده کوونکو لپاره د معياري موادو د تهيه او توليد کمېټه. هـ: په پښتو ژبه د غږیزو او تصویري موادو د تهيه او توليد کمېټه.

یو څلوېښتمه ماده:

مسلکي شورا لږ تر لږه په مياشت کې یو ځل عادي غونډه لري

دوه څلوېښتمه ماده:

د مسلکي شورا فوق العاده غونډه په هر وخت کې د یوې مشخصې موضوع لپاره د اړوندې کمېټې د مشر په وړاندیز د انسجام د مسئول په موافقه رابلل کېږي.

دري څلوېښتمه ماده:

د مسلکي شورا د انسجام مسئول مکلف دی د مسلکي غونډو راپور د بهير عمومي منشي ته ورکړي او کولی شي د چارو د آسانتيا لپاره د بهير مشر یا اړوندې اداري کميټې د ناظر په توګه د مسلکي شورا غونډو ته راوبولي.

څلور څلوېښتمه ماده:

ماده: مسلکي شورا به د پښتو ژبې د تعميم او معيار لپاره مختلف علمي او ادبي سيمينارونه د بهير له مشر او اداري شورا سره په هم غږۍ دایروي.

مالي چارې:

پنځه څلوېښتمه ماده:

اداري شورا په بهير پورې اړوند د مالي چارو د ترتيب او تنظيم دنده په غاړه لري .. او اداري شورا به خپل دوه غړي د مالي مسئولينو په توګه ټاکي. مالي مسئولين مسئوليت لري چې: الف: د بهير د محاسبو او مالي چارو ریکارډ وساتي ب : د بهير لپاره د مالي چارو د مېاشتيني، درې مېاشتيني او کلني راپور تهيه کول او اداري شورا او نورو شوراګانو ته د ضرورت او دندې پر اساس وړاندې کول. ج : د مالي حساب اډِت یا د آزادو محاسبوي ادارو په واسطه د ټولنې د حساب بيا

کتنه.

شپږ څلوېښتمه ماده:

اداري شورا به د بهير په نوم یو اکاونټ (بانکي حساب) ولري، چې په هغه کې به ټولې مرستې، بسپنې، حق العضویتونه او د بهير پانګه جمع کېږي.

اوه څلوېښتمه ماده

ټول چيکونه به د بهير د مشر او د مالي مسئولينو په السليک د اجرأ وړ وي.

پنځم څپرکی

کلنۍ غونډې

اته څلوېښتمه ماده:

کلنۍ غونډې ته د اداري شورا د بهير ټول غړي رابلل کېږي – د بهير ټولو غړو ته د عمومي منشي لخوا لږ تر لږه څلور اونۍ مخکې خبر ورکول کېږي .

نهه څلوېښتمه ماده:

د ټاکنيزو عمومي غونډې د دایرولو په و خت کې تر هر څه ړومبی د غونډې لپاره مؤقت مشر ټاکل کېږي چې د غونډې اداره کول به پر غاړه لري، او بېا به درې تنه کارپوهان د انتخاباتي کميسيون لپاره وټاکل شي چې همدوی به د ټاکنو چارې پر مخ وړي .

پنځوسمه ماده:

د بهير عمومي منشي به د ټولو عمومي غونډو او نورو غونډو ليکلی ریکارډ ساتي.

یو پنځوسمه ماده:

که په اساسنامه کې د تغير راوړلو ضرورت وي باید مخکې له مخکې د بهير غړو ته خبر ورکول شي او د عمومي شورا په غونډه کې د ټولو حاضرو غړو ۳ ۲/ غړي پرې موافق شي.

دوه پنځوسمه:

د راتلونکې ټاکنيزې غونډې تر دایرېدو پورې چې د بهير د کارونو له رسمي پيل څخه درې کاله وروسته صورت نيسي د کارونو تنظيم او د دندو وېش د مؤسسينو د شورا پر غاړه دی او د مؤسسينو شورا د عالي شورا حيثيت لري. او ددې اساسنامې په رڼا کې به د بهير کارونه تنظيموي.

درې پنځوسمه ماده:

دغه تګالره چې د سریزې، پنځو فصلونو او ۵۳ مادو لرونکي ده د ( )کال د ( ) مېاشتې په ( ) نېټه د مؤسسينو د شورا په غونډه کې تصویب شوه او له همدې نېټې دتطبيق وړ ده.

موږ د خپلو پښتنو ټولنو ملاتړ ته اړتیا لرو. که تاسو په هر ظرفیت کې رضاکارانه کولی شئ، مهرباني وکړئ د دې لینک له لارې موږ سره اړیکه ونیسئ.