زموږ په اړه
دپښتو ژبې د پرمختګ بهير
وړاندیز : لمړي پاڼه
زموږ موخه د يو معتبري اداري موسیسي یا بنسټ رامنځته کول دی . چي وکولي شي د پښتو ژبي استازيتوب وکړي او د وخت په تيريدو سره پښتو ژبه يو ژوندي او مطرحی ژبي په توګه وړاندي کړي . اوسمهال موږ داسی يوه اداره نلرو چي دا استازيتوب په سمه توګه د اوسني عصر د غوښتنو سره سم سرته ورسوي .او د دي زماني د ګړندي پرمختګ سره سمون ولري او د زماني د علم او دود له غوښتنو او پرمختګ سره اوږه په اوږه وده او تکامل وکړي .
البته د يادوني وړ ده چي په تيرو کي ځينو ادارو د دي موخي لپاره یو شمير فعاليت سرته رسولي دي او ورسره د پښتو ژبی درنو استادانو او ليکوالانو هم فردي او شخصي توګه په دي لړ کښی کوښښونه او هڅی کړي دي چي د هغوي ټولو زيار او فعاليتونو په دي بهير کښی د ستایلو وړ دي . او دا چي پښتو ژبه يي دي پړاوو ته رسولي چي موږ يي د لا پر مختګ او ودي په اند کښي شولو د تيرو هڅو او اند پايله ده . موږ پوهيږو چي اوس هم ډيري اداري او اشخاص په دي اړه کار کوي او خپله ونډه په دي بهير کښي سرته رسوي . خو يواځني تشه چي په دي مسير شتون لري هغه د دوي تر مينځ د يوي مرکزي اداري او د دوي توليداتو په اړه د توحيد معيار نه شتون دي .
نو ځکه موږ وپتيله داسی يو مرکزي صلاحیت لرونکي اداره رامنځته شي چي د فعالیت په نتجه کښي يي د پښتو ژبی په اړه ټول توليدات د يو مرکزي توحيدي معيار له چاڼه تير شي چي په پاي کښې يو معياري پښتو ژبه . پښتوويونکو . ليکونکو . او لوستونکو ته وړاندي شي . دا اټکل شوي اداره به د پښتنو او د هغه چا په توسط چي د پښتو ژبی د ودي او پرمختګ لپاره کار کول غواړي رامنځته کيږي . دوي به ددي بنسټ غړي وي . او همدوي به د دي اداري کارونه پر مخ وړي موږ خپلو مشران او تجربه کار نسل ته د ګډون لپاره ښه راغلاست وايو په ځانګړي توګه هغوي چي علمي او اکاډميک شاليد ولري او په پښتو د معياري ژبی په توګه پوهنيز او علمي تسلط او لاسبري ولري . او د دي تر څنګ اړينه ده چی د پښتو ژبی ټول ليکوال او شاعران په دي خوځښت نوښت او لار ښونه کښی برخه واخلي موږ خپل ځوان نسل او په نوي علومو او تکنالوژی سمبال نسل ته ښه راغلاست وايو . چي د پښتو ژبی په علمي کولو .ولسونو او راتلونکو نسلونو ته په اساني علمي او ژبنیو مفاهيمو د ليږد لپاره د دي خوځښت او نوښت ملاتړ وکړي .
او د دي خوځښت له بهیر سره حرکت وکړي . او پښتو ژبه د ټکنالوژيکي پر مختګونو سره سمه عياره کړي . موږ غواړو چي د پښتو ژبی هر ويونکي ته بلنه ورکړو چي د دي نوښت برخه شي ځکه چي د ويونو او مفهومونو د راکړي ورکړي په بهير کښی به دا خوځښت فعال شی موږ به ويونه او مفاهيمو له خپلي ټولني اخلو او د توليدي معيار د چاڼ څخنده روسته به يي بیرته خپلي ټولني ته ورکوو او په دي طرز کښی به مو ژبه معياري شوي وي او خپل دود او ژبی ته به مو خدمت کړي وي . څنکه او په څه ډول ? هره کړنه يو پيل ته اړتيا لري ‘ د دي لپاره چي دا نوښت مو پيل کړي وي په ترتيب سره د لاندنيو پروژو په پلي کولو سره به د دي خوځښت بهیر پيل کړو .
ځینې په زړه پورې حقایق
هغه څه چې موږ ترلاسه کړي دي
فعال غړي
0
نوي نوښتونه
0
نوي لغتونه
0
